اسلام آباد 22 فروری (اے پی پی) پاکستان او امریکا پاکستان د بشري حقونو په اړه د خاصو هېوادونو د فهرست څخه وېستلو لپاره تګلارې مرتب کولو ته سلا شوې دي ۔ په دې لړ كښې ستراتيجكي عملدرآمد له پاکستان به د امریکې سره رابطو لپاره فوکل پرسن غوره كوي۔ دا سلا د خارجه وزير شاہ محمود قریشی او مذهبي همغږۍ نړيوالې ادارې لپاره د امریکې سفیر سموئیل ډی براؤن بیك ترمينځه د خبرو اترو په مهال راغلې چا چې د جمعې په ورځ ده سره خارجه وزارت كښې ملاقات كولو ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزیر د ذمه وارو سنبھالولو نه پس په وړومبي ځل د پاکستان په دوره راغلې د سفیر براؤن بیك هركلې وكړو۔د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د مرستې او شريكې ګټې په ګڼو چارو او په خاص توګه مذهبی ورورولۍ ، د مذهبونو ترمينځه همغږۍ او امن ودې لپاره په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل اسلام د مينې ، امن او مذهبی ورورولۍ درس وركوي۔ د مذهبونو ترمينځه همغږۍ ت?? وده وركولو ته حک??مت پام لرنه کوي۔ ده ووئيل پاکستان د مذهبی آزادۍ په اړه تل د نړيوالې مرستې پارټنر پاتې شوې۔ د پاكستان په آئین كښې د ټولو اقلیتونو د حقونو تحفظ ضمانت وركړې شوې۔ ده ووئيل د بشري حقونو په 9 كښې د 7 لوظنامو برخې په هېث پاکستان د اقلیتونو تحفظ ٬ عزت او احترام وركولو له د عزم څخه خبر دے۔ خارجه وزير ووئيل د مذهبونو ترمينځه همغږۍ ت?? ودې وركولو او مذهبی عدم برداشت مخنيوي لپاره د پاکستان اقدامات د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ او هیومن رائټس کونسل هم توثیق کړې۔ د امریکې خارجه دفتر د ??ړخ?? پاکستان د مخصوصو خدشاتو هېواد په ګرځولو د تحفظاتو څركندونې سره خارجه وزير ووئيل د امریکې خد شات د زمكيزو حقائقو په ضد دي، پاکستان ګڼ ??ړخ??زه مذهبی او تکثیری سوسائټي ده چرته چې د بيلو عقيدو مننوونكې مېشته دي۔ ده ووئيل پاکستان د ذات، نسل او مذہب نه غير د ټولو وګړو آئینی او قانونی تحفظ او آزادی باورې كړې۔ دغسې دواره پاکستان د بشري حقونو په اړه د خاصو هېوادونو فهرست څخه وېستلو له تګلارې مرتب کولو ته سلا شول۔ په دې لړ كښې به ستراتيجكي عملدرآمد له پاکستان امریکې سره رابطو له فوکل پرسن غوره كوي۔ خارجه وزير ووئيل هېواد كښې اعلی عدلیې د اقلیتونو د عبادت ځايونو او جائیداد تحفظ لپاره تاریخی پريكړې كرې۔ خارجه وزير د سفیر براؤن بیك پام مقبوضه کشمیر كښې د هندي عسكرو د ??ړخ?? د کشمیری اولس مذهبی ختمولو پشمول ظلمونو او بنیادی حقونو څخه محرومولو پلو راوګرځولو۔ سفیر براون بیك د خارجه سيكترې تهمینه جنجوعه سره هم ملاقات وكړو۔.خارجه وزير د قامونو او د اولس ترمينځه شريكې ورورولۍ او امن له د تنظیمونو او ادارو ترمينځه د نړيوالو هڅو او مرستې فعالولو په اهميت زور راوړو۔ د امریکې سفیر براؤن بیك شرېكې بقاﺀ او همغږۍ له د پاکستانی حک??مت پالیسۍ وستائلې
متعلقہ مضامین
-
Kabaddi player Makha Jatt dies of heart attack during match
-
SBCA DG condoles death of PRO’s father
-
Pakistan, Bangladesh warm up ties with first FM visit in 13 years
-
فگہو انٹیگریٹی اینٹرٹینمنٹ ویب سائٹ - ایک قابل اعتماد تفریحی منزل
-
Number of killed youth hikes up in Indian held Kashmir
-
Abidi free from illegal arms possession case
-
پی جی الیکٹرانک انٹرٹینمنٹ آفیشل ایپ
-
CQ9 الیکٹرانک آفیشل گیم ویب سائٹ کی خصوصیات اور فوائد
-
الیکٹرانک پی پی کی آفیشل انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ: تفریح کا نیا ذریعہ
-
شمال مشرقی الیکٹرانکس کا سرکاری تفریحی داخلہ: ٹیکنالوجی اور تفریح کا منفرد امتزاج
-
ورچوئل اسپورٹس اور انٹرٹینمنٹ کی دنیا میں ایک معتبر ویب سائٹ
-
مانی ٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کرنے کا آسان طریقہ